روسیې د کوریل په ټاپوګانو کې د میزایل دفاعي سیسټم ځای پرځای کړی
د روسیې دفاع وزارت نن وویل چې دا سیسټم یې د هغو ټاپوګانو د مجموعې چې د جاپان او د روسیې د کمچتکا ټاپووزمې ترمنځ پراته دي د شمال په یوه ستراتیژیک ټاپو کې ځای پرځای کړی دی.
جاپان د روسیې تر واک لاندې د جنوبي کوریل پر ټاپوګانو د مالکیت ادعا لري او خپل شمالي قلمرو یې بولي.
د دې ټاپوګانو پرسر لانجه د دوهمې نړیوالې جګړې په پای کې هغه مهال رامنځته شوه چې پخواني شوروي اتحاد له جاپان څخه ونیول.
د روسیې دفاع وزارت وايي، د توغندويي دفاع سیسټم یې چې د پنځه سوه کیلومترو په ارتفاع میزایلونه لري، په پارا موشیر ټاپو کې ځای پرځای کړي دي.