په کندهار کې د روغتیا له برخې تازه فارغ شوي ځوانان کاري فرصتونه غواړي
د روغتیا په برخه کې له نیمه لوړو زده کړو څخه تازه فارغ شوي ځوانان د طالبانو له حکومت او مرستندویه بنسټونو غواړي چې د کار زمینه ورته برابره کړي.
په عین وخت کې د روغتیا په برخه کې د افغانستان د خصوصي نیمه لوړو زده کړو ریاست مسوولان وايي، اړتیا ته په کتو دوی هڅه کوي چې د روغتیا په برخه کې د نیمه لوړو زده کړو قابلګي او نرسنګ څانګې عالي کړي
نور تفصیل د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدلی شئ: