مزار شریف کې پر یو بس چاودنې مرګژوبله اړولې
بلخ کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند اصف وزیري وايي چې د مزار شریف ښار د درېیمې ناحیې په سیدآباد څلورلاري کې د حیرتان د نفتي موادو د کارکوونکو پر یو ۵۸۰ بس موټر د سړک غاړې ماین چاودنه کې ۵ تنه وژل شوي او ۴ نور ټپیان دي.
ښاغلی وزیري وايي چې دا لومړني معلومات دي او ښايي د مرګ ژوبلې شمېر لوړ شي.
تر اوسه د دغې چاودنې مسؤلیت تر اوسه چا نه دی منلی.