د افغانستان او ایران ترمنځ د صادراتو او وارداتو وروستۍ کچه اعلان شوه
د دغه وزارت پر اساس، ایران ته د افغانستان اکثره صادرات وچه مېوه او پنبه ده، خو له ایران څخه یې د ۳۵۱ میلیون ډالرو په ارزښت تېل او خوراکي مواد وارد کړي دي.
طالبان پرون ویلي وو، په پلان کې لري چې افغانستان ته د ایران په وارداتو کې زیاتوالی راولي.
طالبان وايي، هغه وخت رارسېدلی چې له ایران سره اقتصادي راکړه ورکړه زیاته شي او د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي د دواړو هېوادونو ترمنځ د تجارت او ټرانزیټ په برخو کې د اسانتیاوو د رامنځته کولو غوښتنه هم کړې ده.