کابل ته د رباني کهر سفر څه اهمیت لري؟
په بهرنیو چارو کې د پاکستان د دولت وزیره حنا رباني کهر نن افغانستان ته ورسېده.د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وايي، هغې لومړی د دوی د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي سره لیدلي دي.د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا، تعلیم، سوداګري او ځینو نورو موضوعاتو خبرې اترې، افغانستان ته د حنا رباني کهر د سفر مهم اهداف بلل شوي.