د چين په شانګهای کې د لاريونوالو او پوليسو ترمنځ شخړه شوې
په ټول چین کې خلک د ولسمشر د هغې تګلارې په اړه ناهیلې دي چې نژدې درې کاله وړاندې يې د کورونا د صفر کولو په تړاو لاسلیک کړه.
د نړۍ په دغه دویم لوی اقتصادي هېواد کې لا هم کورونا ورځ تر بلې خلکو ته درانه تلفات اړوي.
رویټرز خبري اژانس د یوه مظاهره کوونکي خبرې را اخیستي چې ویلې یې دي: "زه دلته د دې لپاره راغلی یم چې هېواد سره مې مينه لرم، خو خپل حکومت مې نه خوښیږي، زه غواړم ازاد وګرځم، خو نهشم کولای، زموږ د کویډ-۱۹ تګلاره یوه لوبه ده، په علم او واقعیت نهده ولاړه."
پر شانګهای سربېره مظاهره چیان پرون یکشنبه د وهان او خینګدو ښارونو سړکونو ته هم راوتلي وو او په پوهنتونونو کې محصلانو هم د شنبې او یکشنبې په ورځو مظاهرې وکړې.
نن سهار د ورځې په لومړیو ساعتونو کې شاوخوا زر مظاهره چیان په پلازمېنه پیکینګ کې د لیانګما سیند پر غاړه راټول شوي و او ویل یې ماسک او نور محدودیتونه نه مني.
چین کې مظاهرې وروسته تر هغه پيل شوې چې د پنجشنبې په ورځ په اورمچي ښار کې پر یوې هستوګنیزې ودانۍ کې اورلګېدنې لږ تر لږه لس تنه ووژل.
فرانس پریس خبري اژانس ویلي، د چین پولیسو په شانګهای کې چېرته چې مظاهره چیان راټول شوي و او د سیاسي ازادۍ غوښتنه یې کوله، نن لږ تر لږه دوه تنه توقیف کړي دي.
د عیني شاهدانو او د فرانس پریس د خبریال په وینا پرون هم د څو تنو د توقیف خبرونه ورکړل شوي دي.
دا چې د مظاهرو په تړاو ټول څومره کسان نیول شوي، د شانګهای پولیسو په دې اړه د معلوماتو له ورکولو ډډه وکړه.
پر توقیف سربېره له مظاهره چیانو سره د پولیسو د شخړو راپورونه هم ورکړل شوي دي، فرانس پریس ویلي، پولیسو مظاهره چیان په زور تیت او پرک کول او د هغوی له مبایل ټیلفونونو یې اخیستل شوي انځورونه لرې کول.