د ترافيکي پېښې له امله د اوکراين او استونيا ۲۵ سرتېري روغتون ته لېږدول شوي
د دې پېښې په اړه د استونیا راډیو-ټلوېزیون شبکې پرون خبر ورکړ.
دغه بس چې له تالین څخه ریګا ته روان وو د استونیا د پوځ لهخوا کرایه شوی و.
معلومه نهده چې دغو اوکرایني پوځیانو په لاتویا کې څه کول.
د دې بس موټر چلوونکی چې د شنبې ورځې په وروستیو کې د پېښې له کبله ټپي شوی و، ساه ورکړه.