ملګرو ملتونو په افغانستان کې د کډوالو لپاره مالي پروګرام پیل کړی
په هغه اعلامیه کې چې دغه سازمان نن نومبر۲۳مه خپره کړې راغلي، دغه مالي پروژه یې د آغا خان پراختیايي شبکې په مرسته پیل کړې ده.
د 'یو این ایچ سي ار' دا اعلامیه وايي، په دې پروګرام کې د وړو کاروبارونو لپاره په ځانګړې توګه هغو چې ښځې یې چلوي، واړه پورونه شامل دي.
د دې مالي پروژې له مخې به د ۲۵ زرو څخه تر ۳۰۰ زرو افغانۍ هغو کسانو ته په قرض ورکول کېږي چې شرایط پوره کړي.
د 'یو این ایچ سي ار' له خوا د وړو پورونو دا پروژه داسې مهال پیلېږي چې پر افغانستان د طالبانو د بیا واکمنېدو راهیسې په تېرو ۱۵ میاشتو کې افغانان له بد اقتصادي وضعیت سره لاس او ګرېوان دي.