روسي چارواکي: په سيواستوپول ښار کې مو د برښنا پر تاسيساتو د اوکراين بريد شنډ کړی
میخاییلو روز وَژایف بېګا وویل چې، د سېواستوپول په بالاک لاوا ولسوالۍ کې پر دې مرکز بېګا ناوخته د دوو ډرونونو یا بې پیلوټه الوتکو په وسیله برید شوی و، چې دفع شو.
نوموړي پر خپله ټلګرام پاڼه په یوه بیان کې همدا راز ویلي چې، په توره بحیره کې د روسیې سمندري ځواکونو پرون پر دې ټاپووزمه د اوکراین لهخوا د دریو ډرونونو په وسیله یوه بله حمله هم شنډه کړه.
هغه یادونه کړې چې په دې بریدونو کې چا ته زیان نهدی اوښتی او اوس مهال هلته کراري ده.
د اوکراین پوځ تر اوسه د دې ادعا په اړه څه نهدي ویلي.