له مالدووا سره د څه باندې ۱۰۰ میلیون ډالرو مرستې ژمنه شوې
د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون پرون د دې مرستو په تړاو د جوړې شوې غونډې کوربه و، ده وویل چې د اوکراین په ګاونډ کې مالدووا د جګړې له امله زیانمن شوی دی.
د اوس لپاره د اروپا په ختیځ کې دا کوچنی هېواد هم د انرژي له کمبود سره ، هم د اوکرایني کډوالو د ورتګ له فشار سره او هم د روسیې له لورې له امنیتي ګواښ سره مخامخ دی.
پخوا هم په دوو نړیوالو غونډو کې له مالدووا سره د سلګونه میلیونو ډالرو مرستو ژمنې شوې وې، خو د دې هېواد اړتیاوې مخ په ډېرېدو دي.