راپورونه: مسکو او تهران د بې پيلوټه الوتکو په اړه پر نوې موافقه سلا کړې
د امریکا واشنګټن پوسټ ورځپاڼې وړمه ورځ د درېیو امریکايي چارواکو د مرکو پر اساس چې لهدې موضوع خبر دي، دغه راپور ورکړی دی.
د دوی په وینا دغه موافقه د دې میاشتې په لومړیو کې د یوې کتنې پر مهال نهايي شوې ده.
دغو سرچینو ویلي تهران دا مهال مسکو ته د دغو الوتکو د تولید لپاره د ډیزاینونو او کلیدي پرزو په ورسپارلو بوخت دی.
روسیې د اوکراین د پوځ او ملکي تاسیساتو په وړاندې د ایران ساخت په سلګونو ځانمرګي او جنګي بې پېلوټه الوتکې کارولي دي.