د اسلامي نړۍ د ثقافتي مرکز په توګه د کابل کاندیدو په اړه خبرې شوي
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې بخیت پرون د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیرخان متقي سره همداراز په افغانستان کې د نړیوال اسلامي پوهنتون د جوړېدو او په کابل کې د اسلامي همکارۍ سازمان د دفتر د پرانستنې په اړه خبرې کړي دي.
تر دې وړاندې په ۲۰۱۳ م کال د افغانستان غزني ښار د اسلامي نړۍ د ثقافتي مرکز په توګه نومول شوی و.