اردوغان: په استانبول کې د چاودنې له امله ۶ کسان وژل شوي او ۵۳ ټپیان دي
ولسمشر اردوغان نن ماښام په یوه کنفرانس کې دا خبره وکړه.
هغه زیاته کړه چې دا یو مشکوک ترهګریز عمل دی او د ترهګرۍ له لارې د ترکیې او د ترکیې د ملت د نیولو هڅې نتیجه نه ورکوي.
اردوغان زیاته کړه چې د معلوماتو له مخې په استقلال واټ کې دا چاودنه یوې ښځې ترسره کړی.
چاودنه د استانبول په یوې له ګڼې ګوڼې ډکې سیمې استقلال واټ باندې د مازیګر په شاوخوا ۴ او ۲۰ دقیقو باندې شوې.