د طالبانو حکومت: کابل کې مو تر اوسه نږدې ۱۶زره سوالګر را ټول کړي
د طالبانو د رئیس الوزرا د اقتصادي مرستیال دفتر باختر خبري اژانس ته ویلي چې، په ۱۵ زره ۸۳۸ تنو راټولو شویو سوالګرو کې څه باندې نهه نیم زره یې ښځې دي.
طالبانو د سوالګرو د ټولولو کمپاین په داسې حال کې پیل کړی چې افغانستان له سخت اقتصادي بحران سره مخامخ دی، شاوخوا ۷ لکو افغانانو په تېر یو نیم کال کې دندې له لاسه ورکړي او د افغانستان د وګړو اکثریت په نړیوالو مرستو ګوزاره کوي.