د کرکټ نړیوال جام سیالۍ؛ جنوبي افریقا او بنګله دېش لوبډلو ماتې وخوړه
په لومړۍ مسابقه کې هالنډ وتوانېد جنوبي افریقا ته ماتې ورکړي، پاکستان له بنګله دېش لوبه وګټله.
دغه شېبه د هند او زیمبابوې ترمنځ مسابقه روانه ده.
هند د لوبې ټاس یا پچه وګټله او د بټنګ کولو پرېکړه یې وکړه، چې په ۲۰ اوورونو کې یې د ۵ لوبغاړو په سوځېدو سره زیمبابوې ته د ۱۸۷ منډو هدف وټاکه.
په څو شېبو کې به زیمبابوې د دې هدف د پوره کولو هڅه کوي.
افغانستان په دې جام کې خپله وروستۍ لوبه د تېرې جعې په ورځ کوربه استرالیا ته وبایلله او له دې جام سره یې مخه ښه وکړه.
د افغانستان په ګروپ کې انګلستان او نیوزیلنډ نیمه پایلوبې ته وتلي دي.