بریتانیا له بېوزله افغانانو سره له ۲۸ میلیونه ډالرو ډېره مرسته کوي
دغه پروګرام پرون پر ټوېټر په یو بیان کې ویلي چې د بریتانیا دا بسپنه به د هغو شاوخوا ۱۵ میلیون افغانانو لپاره چې له غذايي ناامنۍ سره مخامخ دي، د دې پروګرام د بېړنيو عملیاتو په ترڅ کې ولګول شي.
د خوړو نړیوال پروګرام خبرداری ورکړی په افغانستان کې د وچکالۍ، اقلیمي بدلون او اقتصادي بحران له کبله ګڼې کورنۍ ماشومانو ته د خوړو برابرولو په برخه کې له سختو ننګونو سره مخامخ دي.