مسکو له خرسون سیمې د اوکراینیانو د جبري ایستلو عملیات پراخوي
ولادیمیر سالدو، چې د مسکو له خوا د خرسون د والي په توګه ټاکل شوی، د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د اوو نورو ولسوالیو اوسېدونکي به هم له سیمې ووځي.
دا په داسې حال کې ده چې په دې سیمه کې د مسکو له خوا ګمارل شوي چارواکو درې ورځې وړاندې اعلان وکړ چې له خرسون څخه د خلکو د ایستلو عملیات پای ته رسېدلي دي.
یوه اوونۍ وړاندې د روسي چارواکو ویلي وو چې دوی په پام کې لري له خرسون سیمې ۶۰ زره کسان وباسي.