په کینیا کې د پاکستان پېژندل شوی خبریال 'ارشد شریف' وژل شوی
پولیسو دا پېښه یوه اشتباه بللې.
د پولیسو په خبره د دغه خبریال موټر هغه موټر سره ورته و چې د یوه ماشوم په تښتونه کې یې لاس درلود.
د پاکستان دغه ۴۹ کلن خبریال د پاکستان د پوځ سرسخت انتقادکوونکی و چې په پاکستان کې د نیول کېدو له ډاره په کینا کې اوسېده.
ارشد یوسف د پخواني صدراعظم عمران خان له ملاتړو و.