ننګرهار کې ۲۵۰ مېرمنو د خياطۍ زدهکړې کورس بشپړ کړ
يادې ادارې ويلي، د خياطۍ کورس کې ګډون کوونکو مېرمنو ته د میاشتې ۷۷۰۰ افغانۍ معاش هم ورکول کېده.
د خوړو نړیوال پروګرام د افغانستان څانګې نن په یوه ټویټ کې ویلي، د ۲۰۲۲م کال له پیل په افغانستان کې تر ۵۰زرو ډېرې نجونې او ښځې د بېلابېلو مهارتونو په برخه کې روزل شوي دي.
پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته ګڼې ښځې له دولتي ادارو له کاره منع شوي او هغه کارو بارونه هم ټکني شوي، چې د ښځو لهخوا پر مخ بېول کېدل.