ایران په اوکراین د برید لپاره د بې پیلوټه الوتکو کارولو کې ښکېل وبلل شول
سپینې ماڼۍ د اکټوبر په ۲۰مه وویل چې ایراني پرسونل د روسیې تر اشغال لاندې کریمیا کې "مستقیم په ډګر کې ښکېل دي" او د روسیې له ځواکونو سره مرسته کوي چې د ایراني جوړو بې پیلوټه الوتکو په مرسته په اوکراین باندې بریدونه وکړي.
د د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي خبریالانو ته وویل ایران یو "نسبتاً لږ شمېر" ایرانیان کریمیا ته د روزونکو او تخنیکي ملاتړ په توګه استولي او روسان په خپله د ډرون کنټرول په غاړه لري.