د انګلستان پياوړی بالر ريس توپلي په پښه ژوبل شوی؛ شنبه يې له افغانستان سره لوبه ده
رویټرز خبري اژانس ویلي، توپلي یوه ټیست لوبه کې د چپي پښې په بیډۍ لګېدلی دی.
ټاکل شوې چې د شنبې ورځې تر لوبې مخکې د هغه روغتیایي وضعیت و ارزول شي.
د کرېکټ بورډ ویاند فرید هوتک ازادي راډیو ته وویل، افغان لوبډلې له انګلستان سره دشنبې ورځې رسمي لوبې ته چمتوالی نیولی.
نن له پاکستان سره په ټیست لوبه کې افغان تکړه توپ وهونکی رحمان الله ګربز هم په چپه پښه ولګېد او له لوبې بهر شو.
کرېکټ بورد ویلي، نوموړی به دوه ورځې تر بشپړې پاملرنې لاندې وي.