د ناټو سرمنشي: راتلونکو څو ورځو کې به اوکراين ته هوايي مدافع سيستم وسپارو
ینس ستولتنبرګ پرون په برلین کې د یوې امنیتي غونډې پر مهال له کییف سره دا ژمنه وکړه.
روسیې د اکتوبر له لسمې را په دې خوا د اوکراین پر ښارونو بمبارۍ زیاتې کړې دي چې په ترڅ کې یې د اوکراین د برېښنا د مرکزونو له دریو نژدې یوه برخه ویجاړه شوې ده.
تر دې مخکې د ناټو متحدو هېوادونو له اوکراين سره بېلابېلې پوځي مرستې کړې دي.