د افغانستان په ۱۶ ولایتونو کې د پولیو ضد واکسین کمپاین پیلېږي
یونېسف له خلکو غوښتنه کړې خپلو ماشومانو ته چې عمرونه یې تر پنځو کلونو کم وي، د فلج په وړاندې د خوندیتوب لپاره دغه واکسین ولګوي.
ویل شوي د واکسین په دغه کمپاین کې به په کابل، کندهار، هلمند، نیمروز، زابل، ارزګان، ننګرهار، لغمان، کونړ، نورستان، هرات، فراه، غزني، خوست، پکتیکا او پکتیا کې ماشومانو ته واکسین ورکړل شي.
په نړۍ کې افغانستان او پاکستان هغه دواړه هېوادونه دي چې د ګوزڼ پېښې په کې ختمې شوې نه دي.
ګوزڼ یوه ویروسي ناروغي ده چې له یوه شخص څخه بل ته انتقالېږي.
د دې ناروغۍ ویروس د انسان د فلج کېدو سبب کېږي.