روسیې په بیلګورود کې پرونۍ پېښه تروریستي وبلله
وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، ډزې هغه وخت شوي چې داوطلب پوځیانو ته په اوکراین کې د جګړې روزنه ورکول کېدله.
د روسیې دفاع وزارت دا پېښه یوه تروریستي حمله بللې ده.
د پېښې انګېزه لا معلومه نه ده.
د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین د قسمي جلب احضار اعلان د سپټمبر پر ۲۱مه وکړ، چې د اعتراضونو، د جلب پر افسرانو د حملو او له روسیې د ګڼو نارینه وو د وتلو سبب شو.