د اوکراين په اړه د ناټو د غړو هېوادونو دفاع وزيرانو غونډه نن هم دوام لري
د راپورونو له مخې، په دې غونډه کې د ۳۰ هېوادونو دفاع وزیران د روسیې د راکټي بریدونو په وړاندې د اوکراین د دفاعي ځواکونو د ملاتړ په اړه خبرې کوي.
روسیې په وروستیو ورځو کې د پلازمېنې کییف په شمول د اوکراین پر بېلابېلو ښارونو توغندويي بریدونو ته زور ورکړی دی.