د اسرائيل صدراعظم: له لبنان سره د سمندري پولو په تړاو پر موافقه سلا شوي يو
دا موافقه د امریکا په منځګړیتوب د څو میاشتو تر بحثونو وروسته کېږي او دا د دواړو هېوادونو په اړیکو کې یو لوی پرمختګ بلل شوی دی.
د دې موافقې په اړه لبنان تبصره نهده کړې.
اسرائیل او لبنان په ۱۹۴۸م کال کې د اسرائیل تر ایجاد وروسته په خپلو کې په جګړه کې وو.
د دواړو هېوادونو ترمنځ وروستۍ موافقه بیا هم په اسرائیل کې د یو لړ کلیدي قانوني او سیاسي چلنجونو له کبله له ځینو خنډونو سره مخامخ دی.
یوه موضوع د مدیترانې د ختیځ په هغه ساحه کې چې دواړه هېوادونه یې د مالکیت دعوه لري، تر سمندر لاندې د طبیعي ګازو د زېرمو د سپړلو حقوق دي.