افغانستان د ملګرو ملتونو بشري حقونو شورا کې غړيتوب ترلاسه نهکړی شو
پرون د ملګروملتونو په عمومي اسمبله کې د بشري حقونو د شورا د ۱۴ انتخابي غړو د غوراوي لپاره د رایو ورکولو پر مهال افغانستان، جنوبي کوریا، بنګلهدېش او مالدیو د اسیا پاسیفیک حوزې د څلورو څوکیو لپاره سیالي وکړه.
د سيالۍ په نتیجه کې بنګلهدېش د ۱۶۰ رایو، مالدیو د ۱۵۴ رایو، ویتنام د ۱۴۵ رایو او قرغزستان د ۱۲۶ رایو په ګټلو سره ګټونکي اعلان شول خو جنوبي کوریا د ۱۲۳ رایو او افغانستان د ۱۲ رایو په اخیستو سره ماتې وخوړه.