ټام ويسټ: له تېر کال راهيسې امريکا له افغانستان سره يو ميليارد او سل ميليون ډالره مرسته کړې
ده په عین حال کې وویل چې، دا بشري مرستې دوامداره نهدي نو باید د افغانستان د اقتصادي ثبات لپاره یو سیستم جوړ شي.
ښاغلي ویسټ چې پرون (چهارشنبه) د واشنګټن ډي سي د نړیوالو ستراتېژیکو مطالعاتو په بنسټ کې خبرې کولې، د قطر د سولې د خبرو د ناکامېدو، د طالبانو په منځ کې د اختلافاتو او نورو موضوعاتو په اړه نظر څرګند کړ.
ده وویل، د طالبانو هغه ډله، چې په قطر کې یې خبرې کولې، د سولهییزې حللارې پلوۍ وه خو هغه چې په کوټه کې وه، په زور د واک ته رسېدو غوښتونکې وه.