د پاکستان د اسلامي ايډيالوژۍ شورا مشر د ښوونځيو په اړه د عباس ستانکزي د نظر تأييد کړی
ده پرون په کراچۍ کې وویل، ګټور تعلیم فرض دی، علما وايي مفید تعلیم عبادت دی.
د سې شنبې په ورځ د طالبانو د بهرنیو چارو مرستیال وزیر عباس ستانکزي په یوه غونډه کې وویل چې، تعلیم پر نر او ښځه فرض دی خو د طالبانو د امربالمعروف وزیر خالد حنفي یې په مخالفت کې وویل، هر ځای ته چې لاړ شي د تعلیم خبره کېږي، تعلیم مباح عمل دی.
د طالب چارواکو د نظرونو دغه اختلاف د خلکو پراخ غبرګونونه هم پارولي دي.