چين د افغانانو د اساسي حقونو پر رعايت ټينګار کړی
د چیني رسنیو د راپور له مخې، د دغه هېواد د باندنیو چارو وزارت ویاند (وانګ وین ین) دا خبره پرون (چهارشنبې) په یوه خبري غونډه کې وکړه.
د چین د باندنیو چارو وزارت ویاند په داسې حال کې په افغانستان کې د بشري حقونو موضوع یادوي چې د بشري حقونو ملاتړې موسسې چین په شینجن کې د ایغورانو او نورو مسلمانو لږکیو د حقونو په سرغړونې تورنوي.
که څه هم د طالبانو حکومت ویلي چې د ټولو وګړو حقونو ته درناوی کوي، خو د بشري حقونو موسسې وايي چې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واک ته رسېدو وروسته د ښځو او نجونو په شمول د یو شمېر افغانانو حقونه تر پښو لاندې شوي دي.