د پوهنې وزارت لپاره نوی سرپرست وزير وټاکل شو
ذبیح الله مجاهد په یوه اعلامیه کې ویلي، د پوهنې سرپرست مولوي نور اله منیر د مرکزي دارالافتا د رئیس په توګه ټاکل شوی دی.
د طالبانو د پوهنې سرپرست مولوي نور الله منیر د نجونو د تعلیم په باب وخت نا وخت داسې څرګندونې کولې چې ډېر بحثونه یې پارولي.
ښاغلي مجاهد پرون په یوه اعلامیه کې د ګڼو نورو کسانو د تبدیلۍ خبر هم ورکړی دی.