يوګاناډا کې يو تن د 'ايبولا وايروس' له امله مړ شوی
دغه هېواد په مرکزي ولسوالۍ موبیندي (Mubende) کې د ایبولا د خپرې خبر ورکړی دی.
د یوګاناډا روغتیا وزارت پرون په ټویټر کې خبر ورکړی، چې په ایوبا یو ۲۴ کلن سړی مړ شوی دی.
له ۲۰۱۴ څخه تر ۲۰۱۶میلادي کاله پورې په دې ویروس ۱۱،۰۰۰ کسان مړه شوي وو چې ډېری قربانیان په ګینه، لابریا او سیرالیون کې وو.