اوچا له افغانستان سره د استراليا هېواد د يولس ميليون ډالرو مرستې له امله مننه کړې
اوچا ويلي دي چې د استراليا د دغې دوامداره مرستې به په افغانستان کې د خلکو ژوند وژغوري.
اوچا په یوه ټویټ کې ویلي چې استرالیا په دغو نویو مرستو سره هغه بسپنه ورکونکی هېواد دی چې د افغانستان لپاره د بشري مرستو له صندوق سره یې د مرستو اندازه ۶۳ ملیون استرالیایي ډالرو ته رسیږي.
اخوا ملګري ملتونو ويلي دي، چې د مرستو سره سره تر نيمايي ډېر افغانان د لوږې له ګواښ سره مخ دي.