Добавить новость
World News in Pashto





160*600

Новости сегодня на DirectAdvert

Новости сегодня от Adwile

Актуальные новости сегодня от ValueImpression.com


Опубликовать свою новость бесплатно - сейчас


د طالبانو د بیا ځلي واک یو کال؛ عواید یې څومره او له کوم ځایه دي؟

طالبان د یوه مسؤل حکومت په توګه په دې چپ دي چې په ورځني ډول‌یې د رژیم عواید څومره دي او له هغې ورځې چې واک ته رسېدلي، ټول‌یې څومره عواید راټول کړي.


دوی ادعا کوي چې د خپل اوسني رژیم عواید د افغانستان له ملي ادارو، مالیاتو، کانونو او تر خوا یې د عشر و زکات له لارې برابروي.


دا هغه معلومې تګ‌لارې دي چې طالبان ترې عواید راټولوي، خو مخکېني راپورونه ښيي چې د نشه‌يي توکو قاچاق یو له نورو عمده سرچینو دی چې د طالبانو کار روزګار پرې روان دی.





عشر و زکات


د عوایدو د نورو تګ‌لارو سره سره، طالبانو د پیسو د راټولولو په برخه کې یوه دیني تګ‌لاره هم لومړیتوبونو کې راوستې او هغه د عشر او زکات راټولول دي.


طالبانو عشر و زکات رسمي کړی او وايي، یوه تګ‌لاره یې ورته جوړه کړې چې اوس‌یې خپل مشر ملا هبت‌الله ته د منظورۍ لپاره لېږلې ده.




د عشر و زکات د راټولونې مسؤلیت د طالبانو د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت ته ورکړل شوی دی.


د دې وزارت ویاند مصباح‌الله مستعین ازادي راډیو ته وویل: "د عشر و زکات لپاره پخوانی طرز‌العمل و، نوی طرزالعمل امیرالمومین صاحب ته د تأیید لپاره استول شوی دی. هغه علماوو ته ورکړی چې په دې اړه څېړنه او تحقیق وشي."


که څه هم د طالبانو مشر تر اوسه د عشر و زکات د راټولولو لپاره جوړه شوې تګ‌لاره نهايي کړې نه‌ده، خو د افغانستان په بېلابېلو برخو کې عشر و زکات راټولېږي.




له دې ډلې د غور ولایت دی چې اوسېدونکي یې وايي، له اقتصادي ستونزو، طبیعي پېښو، وچکالۍ او نورو ګڼو ستونزو سره سره ترې طالبانو عشر اخیستی.




د سیمې یو بزګر جلال‌الدین ازادي راډیو ته وویل، د طالبانو عشر ملا ماتوونکی دی.



دی زیاتوي: "که طالبانو ته عشر و زکات ورنه‌کړو، موږ ګواښي. وايي، وهو او ټکوو مو، وژنو مو. که طالبانو ته عشر و زکات ورنه‌کړو، احتمال شته چې زموږ ځمکې هم ونیسي."


د هلمند یو اوسېدونکی چې ورته د طالبانو د ګواښ له امله نه‌غواړي نوم او غږ یې خپور شي ازادي راډیو ته وویل، په پاکستانۍ ۷ لکه کلدارو یې د خپل بڼ حاصل وپلوره او طالبانو ترې عشر واخیست.


دی وايي: "سږ کال طالبانو د عشر په نوم له موږ داسې پیسې ټولې کړې چې د ۱۰۰ زره کلدارو په سر یې زر کلدارې غوښتې. ما خپل باغ په ۷ لکه خرڅ کړ، دوی ته مې ۷ زره کلدارې ورکړې."


هغه مهال چې لا طالبان په ټول افغانستان واکمن نه‌و، هم په بېلابېلو سیمو کې یې له خلکو عشر و زکات ټولوه.




داسې راپورونه هم ورکړل شوي چې طالبانو په خپلو سیمو کې له کروندګرو د کوکنارو عشر هم اخیستی دی، خو د طالبانو د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت سره دا کره ارقام نه‌شته چې تېر یوه کال کې یې څومره عشر و زکات راټول کړی دی.



مالیات


د طالبانو مالیې وزارت د یوه مسؤل ارګان په توګه د دولت بودجې ته د هر ډول عوایدو د لېږد، شمېر او حساب ورکولو یوازنی بنسټ دی، خو د دې وزارت چارواکي هغه ډول چې اړینه ده د ۲۰۲۱ د اګسټ له ۱۵مې وروسته، د عوایدو د راټولولو په اړه حساب نه‌ورکوي.




ازادي راډیو د دې وزارت له ویاند احمد ولي حقمل څخه د تېر یوه کال د راټولو شویو عوایدو په اړه وپوښتل، خو هغه د دې پوښتنې له ځواب معذرت وغوښت.


هغه ځواب چې اندېښنې او پوښتنې راپورته کوي. له همدې امله، د تاشکند په کنفرانس کې د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکلاسن له طالبانو وغوښتل چې د بودجې شفافیت وښيي او قانوني روڼتیا تضمین کړي.


طالبانو د ۱۴۰۱ کال ټوله بودجه ۲۳۱ میلیارده افغانۍ اعلان کړې چې له دې یې ۲۷،۹ میلیارده افغانۍ انکشافي او پاتې عادي ده. تر خوا یې دا هم ویلي چې دا بودجه ټوله پر داخلي عوایدو ولاړه ده.




هغه عواید چې طالبان‌یې په اړه روښانه ځواب نه‌لري.



کانونه


طالبانو واک ته له رسېدو وروسته، د خپلو عوایدو د لوړاوي په خاطر تر ټولو لویه تکیه د افغانستان په کانونو کړې.


داسې مهال چې د جمهوري نظام پر مهال په تېرو ۲۰ کلونو کې افغان حکومتونو ۱۲۶ واړه او متوسط کانونه په قرارداد ورکړي و، خو د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت د معلوماتو پر بنسټ، تېر نږدې یوه کال کې پر دې شمېر ۶۰ نور هم ورزیات شوي دي. یعنې طالبان اوس‌مهال د افغانستان د ۱۸۶ کانونو عواید راټولوي او د دې وزارت د چارواکو له قوله، راتلونکو څو میاشتو کې به ځیني لوی کانونه هم په قرارداد ورکړي.


د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند عصمت‌الله برهان ازادي راډیو ته وویل، واک ته له رسېدو وروسته‌یې، جلا جلا ۱۰ ملیونه ډالر او ۱۴ میلیارده افغانۍ راټولې کړې دي.


ښاغلی برهان وايي: "موږ یو عواید د افغانیو لرو چې هغه له ټولو منرالونو څخه دي او بل له ګازاتو یا مایعاتو عواید لرو چې هغه په ډالرو دي، چون ګاز موږ په ډالرو پلورو."




د کانونو او پټرولیم وزارت د ویاند په خبره، دوی مایع ګاز او تېل په ډالرو پلوري.


په ښکاره طالبانو په پاکستان د ډبرو سکرو له پلور زیاتې پیسې په لاس راوړي، خو ځینې قیمتي ډبرې هم په‌کې شاملې دي.




د کانونو د قراردادونو په اړه هم پراخې پوښتنې شته.


طالبان د کانونو د استخراج او قرارداد پروسه د جمهوري نظام پر مهال د جوړ شوي قانون له مخې مخ ته وړي، خو د دې قانون د غوښتنې برخلاف‌یې، د هېڅ قرارداد جزئیات رسنیو او خلکو سره شریک کړي نه‌دي.


د دې سربېره د افغانستان په ډېرو برخو کې د کانونو د خپل‌سرې کېندنو راپورونه هم ورکول کېږي.



نشه‌يي توکي


که څه هم ښکاره طالبانو اوس په ټول افغانستان کې د کوکنارو کښت منع اعلان کړی، خو وړاندې کوکنار او بیا د نشه‌يي توکو قاچاق د طالبانو د عوایدو تر ټولو لویه سرچینه وه.




د ملګرو ملتونو له نشه‌يي موادو او جرمونو سره د مبارزې ادارې يا (یو اېن او ډي سي) د ۲۰۲۱ کال په وروستیو کې وویل، په افغانستان کې د نشه‌يي بوټو د کښت، نشه‌يي موادو د توليد او قاچاق له لارې لاس ته راغلې پيسې تر دوو ميلياردو ډالرو اوښتې دي.


دا هغه وخت و چې سیګار هم په خپل راپور کې لیکلي و، د افغانستان په ۴۷ سلنه خاوره کې چې طالبان پرې واکمن دي، ډېر کوکنار کرل شوي دي.




د ۱۴۰۰ کال د غبرګولي په لومړیو کې ملګرو ملتونو په خپل راپور کې چې ازادي راډیو هم خپور کړی لیکلي، تر کانونو وروسته نشه‌يي توکي د طالبانو دوهمه ستره مالي سرچينه ده او په دې کار کې د طالبانو د پخواني مشر ملا محمد عمر زوی ملا يعقوب چې اوس د طالبانو د دفاع سرپرست وزیر دی، لوی لاس لري.


تر دې مخکې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا په مخکېني راپور کې راغلي و چې طالبانو د افغانستان په غربي او جنوب شرقي ولايتونو کې د نشه‌يي توکو د قاچاقو لپاره ځانګړې شبکې جوړې کړي چې دا شبکې بيا له نړيوالو قاچاق کوونکو سره په ګډه کار کوي.


خو طالبان بیا دا ادعا ردوي او ویاند یې ذبیح‌الله مجاهد ازادي راډیو ته وویل، دوی نه‌یوازې دا چې د نشه‌يي توکو د قاچاق مخه نیولې، بلکې د کوکنارو کښت‌یې هم منع اعلان کړی دی.


مګر د ۱۳۹۹ کال د وږې میاشتې په وروستیو کې د طالبانو د مالي او نظامي خپلواکۍ په اړه د ناټو یو پټ راپور چې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو ترلاسه کړی و په‌کې راغلي و، تېر کال"۱۳۹۸" د طالبانو کلنی عاید نږدې ۱،۶ میلیارده ډالرو ته رسېدلی و.




په دې راپور کې زیاته شوې وه " طالبانو د کانونو د کېندنې له لارې ۴۶۴ ملیونه ډالر، د نشه‌يي توکو د کښت او قاچاق له لارې ۴۱۶ ملیونه ډالر، ۲۴۰ ملیونه ډالر د یو شمېر بهرنیو هېوادونو او خلکو له‌خوا د مرستې په توګه، ۲۴۰ ملیونه ډالر د موادو له صادراتو لکه مالګې، ډبرو سکرو او د قیمتي ډبرو څخه، ۱۶۰ ملیونه ډالر د مالیاتو له اخیستو او ۸۰ ملیونه ډالر د ځمکې او جایدادونو په سر د معاملې له ادرسه ترلاسه کړي دي."


د طالبانو د مالي او نظامي خپلواکۍ په اړه د ناټو دې پټ راپور ښودله چې طالبانو مالي سرچینې د دې ډلې د پخواني مشر ملا محمد عمر د زوی ملا یعقوب تر څار لاندې رهبري کېږي. هغه څېره چې غواړي دا ډله په یوه خپلواک نظامي او سیاسي بنسټ بدله کړي.




خو له دې ټولو سره سره، د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د افغانستان د اقتصادي ودې په اړه د سیګار نوی راپور ښيي چې د دې هېواد اقتصاد نور هم غورځېدلی او نږدې یو ملیون انسانان بې‌روزګاره شوي دي.


همدا ډول د ملګرو ملتونو پراختیايي ادارې د روانې اګسټ میاشتې په لومړیو کې په خپل راپور کې ولیکل، واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د افغانستان اقتصادي وضعیت په بې‌سارې توګه رالوېدلی دی.




دې راپور کې راغلي، تېر نږدې یوه کال کې د افغانستان اقتصاد ۲۰ سلنه رالوېدلی او بې وزلي ۹۷ سلنه زیاته شوې ده.


Загрузка...

Читайте на сайте

Другие проекты от 123ru.net








































Другие популярные новости дня сегодня


123ru.net — быстрее, чем Я..., самые свежие и актуальные новости Вашего города — каждый день, каждый час с ежеминутным обновлением! Мгновенная публикация на языке оригинала, без модерации и без купюр в разделе Пользователи сайта 123ru.net.

Как добавить свои новости в наши трансляции? Очень просто. Достаточно отправить заявку на наш электронный адрес mail@29ru.net с указанием адреса Вашей ленты новостей в формате RSS или подать заявку на включение Вашего сайта в наш каталог через форму. После модерации заявки в течении 24 часов Ваша лента новостей начнёт транслироваться в разделе Вашего города. Все новости в нашей ленте новостей отсортированы поминутно по времени публикации, которое указано напротив каждой новости справа также как и прямая ссылка на источник информации. Если у Вас есть интересные фото Вашего города или других населённых пунктов Вашего региона мы также готовы опубликовать их в разделе Вашего города в нашем каталоге региональных сайтов, который на сегодняшний день является самым большим региональным ресурсом, охватывающим все города не только России и Украины, но ещё и Белоруссии и Абхазии. Прислать фото можно здесь. Оперативно разместить свою новость в Вашем городе можно самостоятельно через форму.



Новости 24/7 Все города России




Загрузка...


Топ 10 новостей последнего часа






Персональные новости

123ru.net — ежедневник главных новостей Вашего города и Вашего региона. 123ru.net - новости в деталях, свежий, незамыленный образ событий дня, аналитика минувших событий, прогнозы на будущее и непредвзятый взгляд на настоящее, как всегда, оперативно, честно, без купюр и цензуры каждый час, семь дней в неделю, 24 часа в сутки. Ещё больше местных городских новостей Вашего города — на порталах News-Life.pro и News24.pro. Полная лента региональных новостей на этот час — здесь. Самые свежие и популярные публикации событий в России и в мире сегодня - в ТОП-100 и на сайте Russia24.pro. С 2017 года проект 123ru.net стал мультиязычным и расширил свою аудиторию в мировом пространстве. Теперь нас читает не только русскоязычная аудитория и жители бывшего СССР, но и весь современный мир. 123ru.net - мир новостей без границ и цензуры в режиме реального времени. Каждую минуту - 123 самые горячие новости из городов и регионов. С нами Вы никогда не пропустите главное. А самым главным во все века остаётся "время" - наше и Ваше (у каждого - оно своё). Время - бесценно! Берегите и цените время. Здесь и сейчас — знакомства на 123ru.net. . Разместить свою новость локально в любом городе (и даже, на любом языке мира) можно ежесекундно (совершенно бесплатно) с мгновенной публикацией (без цензуры и модерации) самостоятельно - здесь.



Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net