روسیې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډې جوړېدل غوښتي
په ملګرو ملتونو کې د روسیې د دایمي استازولۍ لومړي مرستیال دیمیتري پولیانسکي داخبره نن تایید کړه او ویې ویل چې روسیې غوښتنه کړې چې د ملګرو ملتونو د اټومي انرژۍ د ادارې مشر رافایل ګروسي د دې غونډې ګډونوالو ته د دغې بټۍ د وضعیت په اړه معلومات ورکړي.
په اوکراین کې له جګړې سره د دغې اټومي بټۍ د خوندیتوب په اړه په دې وروستیو کې د نړیوالو اندېښنې زیاتې شوي دي.