ایف بي آی د ډونالد ټرمپ پر کور عملیات کړي
د ټرمپ د کور دا بېسارې پلټنه د یو شمېر هغو قضیو په څېړنو کې د جدیت ښکارندویي کوي چې ټرمپ د ولسمشرۍ له وخته ورسره مخامخ دی.
د امریکا عدلیې وزارت او دغه راز په واشنګټن او میامي کې د ایف بي آی یا فدرالي څېړنو دفترونو له تبصرې کولو ډډه کړې ده.
نیویارک ټایمز د دوو کسانو په حواله چې پر دې څېړنو خبر دي ویلي، د اسنادو هغه بکس پلټل شوی چې ټرمپ له سپینې ماڼۍ نه وړی دی.