امریکا د ایران اټومي لانجې د حل لپاره یوې هوکړې ته چمتووالی وښود
د اروپایي ټولنې د بهرني سیاست مشر جوزیپ بورېل ویلي، پر ټولو مسایلو خبرې شوي او نور ښکېل لوري باید سیاسي پرېکړې وکړي.
تهران هم ویلي، لومړنی ځواب یې ورکړی خو په دې اړه اړتیا ده چې نور بحثونه وکړي.
له امریکا، بریتانیا، فرانسې، جرمني، روسیې او چین سره د شوي تړون له مخې ایران ژمنه کړې چې د اقتصادي بندیزونو د لیرې کولو په بدل کې به خپل اټومي پروګرام محدودوي.
خو وروسته له هغې چې د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ۲۰۱۸ کال واشنګټن په یو اړخیز ډول له دغه تړون څخه وایست او پر ایران یې بېرته بندیزونه ولګول، تهران په تدریجي ډول له دغه تړون څخه سرغړونو ته دوام ورکړ.