طالبان: پکتیکا کې د درېیو پاکستاني طالبانو د وژنې په اړه څېړنه کوو
د طالبانو د حکومت ویاند ویلي چې په دې اړه څېړنه کوي.
خراساني هغه قوماندان و چې متحدو ایالتونو یې پر سر درې میلیون ډالره انعام ټاکلی و.
نوموړی یوه اونۍ وروسته له هغې په افغانستان کې وژل کېږي چې امریکا په کابل کې د بې بیلوټه الوتکې په برید کې د القاعده د مشر ایمن الظواهري د وژلو خبر ورکړ.
د راپورونو له مخې خراساني او ملګري یې د یکشنبې په ورځ د افغانستان د پکتیا ولایت په برمل ولسوالۍ کې ظاهراً هغه مهال په یوه ماین چاودنه کې ووژل شول چې په یوه موټر کې یې سفر کاوه.
خو دغو سرچینو د خپل هویټ پټ ساتلو په شرط رویټرز ته ویلي، په اوس وخت کې نه شي ویلی چې د دغې حملې تر شا د چا لاس دی.
د طالبانو یوه بل قوماندان احسان الله احسان په یوه ټوېټ کې د خراساني مړینه تایید کړې او ویلي یې دي چې نور هغه د دوی په منځ کې نه شته.
د خراساني ډلې په پاکستان کې پر پولیسو، پوځیانو او اقلیت شیعه مسلمانانو او مسیحیانو د څو حملو مسوولیت اخیستی چې په نتیجه کې یې په سلګونو کسان وژل شوي دي.