نن د شپږیزې پایلوبه د بُست ساتونکو او سپين غر پړانګانو تر منځ ترسره کېږي
د کرېکټ بورډ د پاڼې د معلوماتو له مخې سپين غر پړانګانو چهارشنبه کابل بازانو لوبډله ماته کړه او پایلوبې ته یې لار پیدا کړه.
تر دې مخکې د فاینل لومړني لوبېدونکي ټيم په سر باندې سپين غر له بُست سره مخ شوی و چې هلته یې ماته خوړلې وه.
دا اول وار دی چې بُست ټيم له هېڅ ماتې پرته پایلوبې ته ځي او سپین غر پړانګان د شپږیزې په اتو پړاونو کې دریم وار دی چې پایلوبې ته لار پیدا کوي.
کابل کې د شپږيزې کرېکټ سيالۍ له تېرو دوو اوونيو راهيسې روانې وې، چې نن يې پايلوبه ترسره کېږي.
دا سيالۍ چې ګڼ شمېر خلک يې ليدو ته ورتلل، د تېرې جمعې په ورځ پهکې چاودنه وشوه چې يو شمېر کسانو ته يې مرګ ژوبله واړوله.