کابل: کارته سخي سيمه کې د عملياتو پر مهال پر طالبانو ډزې شوي
د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور ازادي راډیو ته د ډزو خبره تاید کړه او ویې ویل چې د طالبانو امنیتي ځواکونو په کارته سخي سیمه کې تصفيوي عملیات ترسره کول چې له یوه کوره پرې ډزې وشوې.
د ښاغلي ټکور په خبره دغه کور محاصره شوی او پهکې تصفویوي عملیات روان دي.
ښاغلي ټکورپه دې اړه چې دغو ډزو مرګ ژوبله اړولې کنه، څه ونه ویل.