د طالبانو کرنې وزارت لغمان کې څلور بنسټيزې پروژې پيلوي
دغه وزارت په یوې خبر پاڼه کې لیکلي چې ددغو پروژو له پیل سره به شاوخوا ۹۴۰ کسانو ته دکار زمینه برابره شي.
د وزارت د معلوماتو له مخې، دغه پروژې په یو شمېر نورو ولسوالیو کې هم پلي کېږي.
د کرنې وزارت وړاندې لیکلي چې په یادو پروژو کې استنادي دېوالونه، سړکونه او همدا راز کانالونه شامل دي.