طالبانو د بشري حقونو په اړه د يوناما راپور رد کړ
ذبیح اله مجاهد پرون په یوه صوتي پیغام کې چې د طالبانو تر ولکې لاندې ملي راډیو ټلوېزیون خپور کړی، وویل: "موږ لږ موارد لرو، چې له بده مرغه په ځینو ولسوالیو او کلیو کې د شخصي عقدو او شخصي دښمنیو له مخې ځینې کارونه شوي، چې شمېر یې تر ۱۷ زیات نه دی، هغه موارد هم څېړل شوي دي."
د یوناما د راپور له مخې، د طالبانو د سرپرست حکومت غړیو د اګست له پنځلسمې د جون تر پنځلسمې نېټې پوري د پخواني حکومت لږ تر لږه ۱۶۰ چارواکي وژلي او په دې کار سره یې هغه عفوه په دوامداره توګه نه ده عملي کړې چې دوی اعلان کړې وه.
د طالبانو پر سرپرست حکومت انتقادونه شوي چې پر ښځو، نجونو، رسنیو او ځینو اقلیتونو یې فشارونه زیات کړي دي.