سرګي لاوروف اوکراين کې د روسيې پر ضد د کارېدونکو وسلو په اړه خبرداری ورکړ
سرګي لاوروف پرون چهارشنبه په مسکو کې د روسیې دولتي ټلویزیون ته وویل: "په هغه ساحه کې چې د اوکراین د ولسمشر زلینسکي یا د هغه د هر ځایناستي په ولکه کې وي داسې وسلو ته اجازه نه ورکوو، چې زموږ خاورې او هغو جمهوریتونو ته یو څرګند خطر وي چې خپله خپلواکي یې اعلان کړې او غواړي خپله د خپل راتلونکي په اړه پرېکړه وکړي."
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر دغه راز خبرداری ورکړ، چې په جګړه کې د مسکو جغرافیوي اهداف بدل شوي او اوس تر اعلان شوي هدف هاخوا، یعنې د اوکراین د ختیځ د اشغال هڅه کوي.
روسیې پر اوکراین خپل غیرموجه یرغل د فبروري میاشتې پر ۲۴مه پیل کړ، چې لا هم دوام لري.