چارواکي: د حجاب په سر د يوې نجلۍ نيونکو ايراني پوليسو سره به انضباطي چلند وشي
هغه ویډیو چې د پولیسو د یوې ډلې له خوا د دې نجلۍ نیول کېدل ښېي او په ټولنیزو شبکو کې لاس په لاس شوې، د ډېرو کسانو د غوسه ناک عکس العمل سبب شوې ده.
په دې ویډیو کې د نجلۍ مور په ژړا او واویلا سره له پولیسو غواړي چې لور یې خوشې کړي، ځکه چې ناروغه ده.
په ۱۹۷۹م کال په ایران کې تر اسلامي انقلاب وروسته په عام محضر کې تر ۹ کلنو پر لوړ عمرلرونکو نجونو د حجاب اغوستل اجباري شوي، خو زیاتو ایرانۍ ښځو د دې قانون خلاف عمل کړی دی.