پیټر سنډز: د خوراکي موادو بحران به د ميليونونه انسانانو د مړيني لامل شي
له ایډز، ملریا او نري رنځ سره د مبارزې د نړیوال صندوق اجرايي رييس پیټر سنډز وايي، د اوکراین د جګړې له امله په نړۍ کې د خوراکي موادو بحران له دې کبله د میلیونونو انسانانو ژوند ګواښي چې وږي کسان د ناروغیو په وړاندې مقاومت له لاسه ورکوي.
د روسیې له لوري په تور سمندرګي کې د اوکراین د بندرونو محاصرې د نړۍ بېوزلو هیوادونو ته د غنمو د صادراتو مخه نیولې ده.