ملګري ملتونه: ۲۰۲۳ کال کې به له دوه ميليونه ډېر بې کوره ماشومان نويو کورونو ته اړتيا ولري
د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ ویاندې شایبې مانټو نن په ژنیو کې وویل سږکال د دې ډلې ماشومانو شمېر ۱،۴۷ ته رسېږي.
هغې زیاته کړه چې د دایمي استوګنې د موندلو لپاره تر ټولو زیاته اړتیا اوس مهال د افریقا او د منځني ختیځ د هېوادونو، سوریې او ورپسې د افغانستان ماشومان لري.
د دې لېست په دوام د کانګو د ډیموکراتیک جمهوریت، جنوبي سودان او میانمار نومونه هم راغلي.