هلمند کې له يوه سيند څخه د دريو کسانو مړي موندل شوي
په هلمند کې د طالبانو د اطلاعات او فرهنګ رياست له خوا پرون دوشنبې په خپره شوي خبرپاڼه کې د دې پېښې د څرنګوالي په اړه نور جزييات نه دي ورکړل شوي خو له خلکو غوښتل شوي چې سیند کې دې له لامبو ډډه وکړي.
تر دې مخکي هم په دې ولایت کې دا ډول څو پېښې شوې وې.