نړۍ کې د مجازي پيسو ارزښت مخ په کمېدو دی
د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د راپور له مخې، د تېر کال له مني څخه تر اوسه پورې د مجازي پیسو ارزښت څه باندې ۶۵ سلنه لوېدلی دی.
د نړۍ تر ټولو د مشهورې مجازي پیسې بیټ کاین ارزښت د سې شنبې په ورځ تر ۲۱ زره ډالره ټیټ شو.
دا په داسې حال کې ده چې تېر کال د بیټ کاین ارزښت ۶۸ زره ډالرو ته رسېدلی و.
په مجموع کې د مجازي پیسو د بازار ارزښت، چې د تېر کال په نوومبر کې ۳ تریلیون ډالره و، اوس یو تریلیون ډالرو ته راټیټ شوی دی.