افغان کرېکټ ملي لوبډلې د زمبابوې پر وړاندې درېيمه شل اوريزه سيالي پيل کړه
د زمبابوې د پلازمېنې په هرارې میدان کې د نننۍ لوبې پچه یا ټاس افغانستان وګاټه او د بټنګ کولو پرېکړه یې وکړه.
د افغانستان کرېکټ بورډ وايي، افغان لوبغاړي د دې مسابقې لپاره هر ډول چمتووالی لري.
افغانستان خپلې تېرې دوې شل اووره او درې پنځوس اوره لوبې له دغه هېواده ګټلې دي.