تاجکستاني چارواکي: "ګورنو-بدخشان" سيمه کې د مجرمانو دوه مشران وژل شوي
دا په دغې سیمه کې د دولت ضد مظاهرو وروسته د خلکو د نیولو او وژلو تازه پیښه ده.
د تاجکستان چارواکو ویلي، زویر رجبوف او خرسند مازوروف هغه مهال په ځانګړو عملیاتو کې له منځه ولاړل چې د تسلیمېدو لپاره یې د دوی غوښتنې ته توجه ونه کړه.
په ګورنو بدخشان کې د عامه نظم څانګې ویلي، دغو دوو کسانو ته پخوا څو ځله احضار لیکونه ور استول شوي، خو دوی ترې ډډه کړې ده.
د دوی په وینا عملیاتو کې لس نور کسان چې د دغو ( مجرمانو) پلویان ښودل شوي، نیول شوي دي.